د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې تېره شپه د هرات – تورغندي پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
په هرات کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ١١ تنه مړه او ټپيان شوي
9 سرطان 1401 ساعت 15:46
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې تېره شپه د هرات – تورغندي پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
آوا - هرات: محمود شاه رسولی؛ د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند آوا خبريال ته وويل: تېره شپه (سرطان ٨) د هرات – تورغندي پر لويه لاره د دوو "سراچه" او "ټونس" موټرونو د ټکر له امله يو تن وژل شوى او لس نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، دا پېښه د "دو شيخ پروانه" په سيمه کې شوې او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هرات – تورغونډۍ لویه لاره یو له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، چې ډېری وخت پکې د ترفیکي پیښو له امله خلک وژل کېږي.
د مطلب کود: 255066