دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 255066
په هرات کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ١١ تنه مړه او ټپيان شوي
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې تېره شپه د هرات – تورغندي پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: محمود شاه رسولی؛ د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: تېره شپه (سرطان ٨) د هرات – تورغندي پر لويه لاره د دوو "سراچه" او "ټونس" موټرونو د ټکر له امله يو تن وژل شوى او لس نور ټپيان دي.
 
د هغه په ​​وينا، دا پېښه د "دو شيخ پروانه" په سيمه کې شوې او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د هرات – تورغونډۍ لویه لاره یو له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، چې ډېری وخت پکې د ترفیکي پیښو له امله خلک وژل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjmie8muqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته