دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 255097
د پارلمان د مالي کمیسیون پخواني مشر هیواد ته راستون شو
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون له هڅو وروسته، د پخواني رژیم د پارلمان د مالي کمیسیون لومړی مرستیال او مشر امیر خان یار بیرته هیواد ته راستون شو.
افغان غږ خبری آژانس، د افغان شخصیتونو د تماسونو او افغانستان ته د پخوانی رژیم د سیاسی شخصیتونو د راستنیدو د کمیسیون له هڅو سره؛ له کونړ ولایت څخه د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد طیب عطا او د پخوانۍ ولسي جرګې د لومړي مرستیال سلاکار نورمحمد هم هېواد ته راستانه شوي دي.
 
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون له جوړېدو راهیسې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي هېواد ته راستانه شوي او د نورو کسانو د بېرته ستنېدو هڅې روانې دي.
 
دا هڅې او غوښتنې په داسې حال کې روانې دي چې تر اوسه معلومه نه ده چې راستنیدونکي به په راتلونکي نظام کې کوم ځای ولري.
 
https://avapress.com/vdcdnk0x5yt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته