کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې نږدې څلور زره ماشومان په شري اخته شوي دي

11 سرطان 1401 ساعت 11:18

د بدخشان د ولايتي روغتون مسئولين وايي، چې په تېرو درېيو مياشتو کې نږدې څلور زره ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي، چې له دې ډلې يې ١١ تنه مړه شوي دي.


آوا - مزارشریف: ډاکټر شفیق همدرد؛ د بدخشان د ولایتي روغتون سرطبیب نن سې شنبه د سرطان ۱۱مه، آوا ته وویل: د حمل د میاشتې له پیل څخه تر نیمايي پورې د دغه ولایت په روغتون کې د ماشومانو د شري ۳۹۶۱ پېښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه د ۳۰۴۴ ماشومانو درملنه شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په تېرو درېيو مياشتو کې د بدخشان په ولايتي روغتون کې ١١ ماشومان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
 
دبدخشان دولايتي روغتون سرطبيب زياته کړه چې زياتره ناروغان له مرکز او يوشمير يې دفيض آباد ښار ته نږدې له ولسواليو څخه دي .
 
د بدخشان په لرې پرتو ولسوالیو کې د شري د ناروغانو شمېر لا نه دی معلوم.
 
تر دې وړاندې هم د بدخشان په لرې پرتو ولسوالیو کې د ماشومانو په منځ کې د شري ناروغۍ د خپریدو خبر ورکړل شوي و.
 
دبدخشان دولايتي روغتون رئيس هم وويل چې دتيرو کلونو په پرتله سږکال دشري ناروغي په بې ساري ډول لوړه شوې ده .
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د بدخشان په "کوف آب" ولسوالۍ کې د شري ناروغۍ له پنځو کلونو کم عمره تر ۵۰ ډېر ماشومان وژلي وو.
 


د مطلب کود: 255103

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255103/په-بدخشان-کې-نږدې-څلور-زره-ماشومان-شري-اخته-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com