کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ازبکستان ته ولاړ

11 سرطان 1401 ساعت 12:15

د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ د اسانتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په موخه دغه هېواد ته ولاړ.


آوا، د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دولتي او خصوصي سکتور د یوه ګډ اقتصادي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي خبرو اترو لپاره ازبکستان ته ولاړ.
 
راپور زیاتوي چې د دغه سفر موخه د سوداګرۍ پیاوړتیا، د ټرانزیټ اسانتیا او په ازبکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو حلول دي.
 
په همدې حال کې له ګاونډیو او سیمې سره د اقتصادي اړیکو د ښه کولو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خلاصون لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت هڅې چې د امریکا له خوا بندې شوې دي، په دې وروستیو کې په جدي توګه تعقیب شوي دي.
 


د مطلب کود: 255110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255110/د-صنعت-او-سوداګرۍ-وزارت-سرپرست-ازبکستان-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com