دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 255110
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ازبکستان ته ولاړ
د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټ د اسانتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
افغان غږ خبری آژانس، د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دولتي او خصوصي سکتور د یوه ګډ اقتصادي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي خبرو اترو لپاره ازبکستان ته ولاړ.
 
راپور زیاتوي چې د دغه سفر موخه د سوداګرۍ پیاوړتیا، د ټرانزیټ اسانتیا او په ازبکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو حلول دي.
 
په همدې حال کې له ګاونډیو او سیمې سره د اقتصادي اړیکو د ښه کولو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خلاصون لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت هڅې چې د امریکا له خوا بندې شوې دي، په دې وروستیو کې په جدي توګه تعقیب شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjvie8yuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته