کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخاب په جګړه کې لسګونه دوکانونه سوځول شوي دي

11 سرطان 1401 ساعت 12:30

د بلخاب د سرپل ولايت عامه سرچينې وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د وروستيو درې ورځنيو جګړو په ترڅ کې لسګونه دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.


آوا، د بلخاب ولایت خلکو سرچینو نن سه شنبه د (سرطان ۱۱)  له آوا سره په خبرو کې وویل چې د بلخاب ولسوالۍ په نوی بازار کې د د مولوي مهدي او «اسلامي امارت» تر منځ درې ورځنۍ جګړي له امله پ دوکانونو کي اورلګی او په ترڅ کې لسګونه دوکانونه سوځول شوی دی.
 
سرچينې زياته کړه، چې د هټيو د سوځېدو له امله خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي او هېڅوک نه غواړي، چې خلکو ته د اوښتو زيانونو تاوان ورکړي.
 
آوا ته لېږل شوي عکسونه ښيي چې ګڼ دوکانونه د اور لګېدنې ښکار شوي دي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په بلخاب ولسوالۍ کې ترافيکي چارې عادي حالت ته نه دي راستانه شوي، خلک د وېرې له امله لږ تګ راتګ کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې په دې ولسوالۍ کې د درې ورځنۍ جګړې په ترڅ کې څو کلي هم سوځول شوي او د خلکو مالونه هم له منځه تللي دي.
 
د بلخاب اوسېدونکو هم د بلخاب په جګړه کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی و. خو په سرپل کې د "اسلامي امارت" سیمه ییزو چارواکو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې اوښتو خبره رد کړې ده.
 
دین محمد نظري؛ د سرپل د پولیسو ویاند آوا ته وویل: "د ملکي وګړو وژنه د افغانستان د خلکو د دښمنانو یو ښکاره دروغ او توهین دی او هیڅ حقیقت نه لري." خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي او د بلخاب د نیولو پر مهال ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.»
 
هغه دا هم وايي چې مولوي مهدي د بلخاب لرې غرونو ته تښتېدلی دی او د محاصرې لاندې ده.
 
په همدې حال کې په بامیان کې د «اسلامي امارت» د استخباراتو د پخواني رئیس مولوي مهدي مجاهد، چې په اصل کې د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ترمنځ له دوه میاشتني ترینګلتیا وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوه، چې تر درېیو ورځو یې دوام وکړ. چي بالاخره د شنبې په ورځ د بلخاب ولسوالۍ ۴ سیمې د «اسلامي امارت» ځواکونو له لوري ونیول شوې او مولوي مهدي د دې ولسوالۍ غرونو ته وتښتېد او درې ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده.
 
په بلخاب کې درې ورځنۍ جګړې هم سلګونه کورنۍ بامیان ولایت، د بلخاب شاوخوا غرونو او بلخ ولایت ته بې ځایه کړي او یو شمېر دغه کورنۍ لا هم بلخاب ته نه دي ستنې شوې.
 


د مطلب کود: 255111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255111/د-بلخاب-په-جګړه-کې-لسګونه-دوکانونه-سوځول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com