دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 255119
مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له ملت څخه جلا نه دی
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د دیني عالمانو د لویې غونډې په دریمه ورځ وویل: اسلامي امارت له ملت څخه جلا نه دی. امت او اسلامي امارت یو دي؛ ځکه اسلامي امارت د همدې ولس له زړه څخه را منځته شوی نظام دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مولوی عبدالکبیر له علماوو وغوښتل چې د ولس او اسلامی امارت تر منځ د پله رول ولوبوی او اجازه ورنکړی چې اوسنی نظام کمزوری او د ولس او دولت ترمنځ واټن رامنځته کړی.
 
دده په وینا؛ اسلامي امارت زموږ د ټولو ګډ کور دی او د دې نظام ساتنه او پیاوړتیا د افغانانو ګډه دنده ده.
 
نوموړی وایي: اسلامي امارت د خپلو مخالفینو په وړاندې سالمه پالیسي لري. که څوک غواړي وطن ته راستانه شي، کولای شي په آزاده توګه راشي او د همدې لپاره اسلامي امارت یو صالح کمیسیون ټاکلی، ترڅو راستانه شوي کسان په خپل هیواد کې په عزت سره ژوند وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې نن په کابل کې د هېواد د علماوو د سترې غونډې وروستۍ ورځ ده او د دې غونډې په پای کې به د کمېسيونونو غړي خپل نظرونه او نظريات په ليکلي ډول چارواکو ته وړاندې کړي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته ویلي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې د علماوو غونډه به نن پای ته ورسیږي او که سبا هم دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcizwar3t1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته