دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 255122
په ترکیه کې د موساد جاسوسان
موساد په ترکیه کې د استخدام د عملیاتو له لارې په استانبول کې د میشتو فلسطیني مقاومت مشرانو جاسوسي کوله.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، د الجزیرې ټلویزیوني چینل د «ما خفي اعظم» (څه چي پټ دی لوي دي) تر عنوان لاندې په یوه مستند پروګرام کې د اسرائیلو او عربو ترمنځ د پردې تر شا د تړونونو په اړه ځیڼي کارونه افشا کړل، چي د هغه جملي څخه د صهيونېسټ رژيم د موساد سازمان په ترکيه کښې د استخدامولو د عملياتو له لارې يې په استانبول کښې د مېشتو فلسطيني مقاومت د مشرانو جاسوسي کوله.
 
په دې مستند پروګرام کې ویل شوي چې د متقابلو اجنټانو او اجیرانو یوه شبکه په ترکیه کې د موساد او د هغې د اجنټانو د فعالیتونه افشا کړل.
 
الجزیرې په دې مستند پروګرام کې دې ته په اشارې سره وویل: د ترکیې استخباراتي ادارې د موساد د پلانونو او پروګرامونو د افشا کولو لپاره د اجنټانو او اجیرانو د یوې شبکې خوځښتونه او هڅې څارلې دي.
 
دې شبکې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د موساد د افسرانو لخوا په استانبول کې ګمارل شوي یو کس ته د پیسو لیږد (حواله) په ګوته کوي.
 
په دې پروګرام کې یادونه شوې چې د موساد افسرانو په استانبول کې د اروپايي هېوادونو له قونسلګریو څخه د هغو کسانو او عناصرو لپاره چې د موساد له خوا استخدام شوي دي، د ویزو په اخیستلو کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
 
دې خپرونې په استانبول کې د سویس له قونسلګرۍ څخه د دې سازمان د یوه استازي لپاره د ویزې د ترلاسه کولو شرایط اسانه کولو په وخت کې د موساد د یوه افسر څخه یو سند خپور کړ، خو په استانبول کې د سویس قونسلګرۍ د "ما خفي اعظم" پروګرام په اړه غبرګون وښودلي او ویلي؛ چې موږ د ویزې د پروسې په اړه تبصره نه کوو.
 
په مستند فلم کې د موساد د دوو افسرانو ځانګړي انځور هم ښودل شوي چې په یوه عربي هیواد کې د دوی سره د لیدنې پرمهال د دوو اجیرانو لخوا نیول شوي.
 
https://avapress.com/vdccipqii2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته