دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 255132
د کندهار ښار بسونه له ډېرو کلونو وروسته بېرته فعال شول
د ښاري بسونو د بیارغولو لپاره د میاشتو هڅو وروسته، دا اداره د څو ملي بسونو په پیلولو کې بریالۍ شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: عبدالبصیر صمیمی; د کندهار د ملي بسانو آمر افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې دغه آمریت ټول ټال ٥٥  ملي بسونه لري، چې ډېرى يې د کارونې وړ نه دي. خو له څو مياشتو هڅو وروسته په دې وتوانېدل چې پنځه ملي بسونه بېرته ورغوي.
 
د هغه په ​​وينا، په راتلونکي کې به د شته وسايلو او سيسټمونو په مرسته درې يا څلور نور ملي بسونه هم ورغول شي.
 
نوموړی زیاتوي، چې له دغو ۵ ملي بسونو څخه به یوازې ۳ موټر په ښار کې دننه تګ راتګ کوي او پاتې دوه موټر به له کندهار ښار څخه سپین بولدک ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي.
 
شاه ولي; د ملي بس يو چلوونکي وويل چې له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې ملي بس چلوي.
 
د هغه په ​​وينا، دې ادارې په تېرو لسو کلونو کې هېڅ ډول فعاليت نه دى کړى؛ خو اوس یې خپل فعالیت پیل کړی دی، چې په دې ګران وخت کې د ښاریانو لپاره یوه لویه اسانتیا ده. ځکه تر دې مخکې ښاریانو د تګ راتګ لپاره ټکسي کاروله.
 
هغه زیاتوي چې په ښار کې دننه د ټکسي کرایه د بېلګې په توګه له هرات څخه تر چوک مده پورې شل افغانۍ ده. خو د دغو ملي بسونو کرايه لس افغانۍ او له کندهار ښار څخه تر سپين بولدک ولسوالۍ پورې د ټکسي کرايه ٤٠٠ افغانۍ ده. پر دې لار د ملي بس کرایه ۱۲۰ افغانۍ ده.
 
محمد علي؛ د کندهار ولاېت يو تن اوسېدونکي هم وويل، چې د ښاريانو د تګ راتګ لپاره د ملي بس فعاليت له پيلېدو ډېر خوښ دى. ځکه چې دا د ټولو خلکو د ترانسپورت لپاره اسانتیا او اړتیا ده.
 
https://avapress.com/vdcdsk0xxyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته