دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 255145
د بلخاب د غره په لمنو کې د بې ځایه شویو خلکو ستونزمن وضعیت
د مولوي مهدي او د اسلامي امارت د حکومت تر منځ د جګړې له پیلېدو وروسته په سلګونو کورنۍ چې ډېری یې د بلخاب ولسوالۍ د «ګلوارز» سیمې اوسېدونکي دي، د «بند پتاب» غرونو په لمنو کې بې ځایه شوي دي. بامیان ولایت د افغان غږ خبريال کتنې ښيي چې بې ځايه شوي خلک په ډېر سخت حالت کې دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ څخه د سلګونو کورنیو د بې ځایه کیدو د خبر له خپریدو وروسته، د افغان غږ سیمه ایز خبریال د بې ځایه شویو خلکو وضعیت له نږدې څیړلی دی.
 
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د "تاس" په نوم غره کې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي، د سړې هوا له امله د دغه غره په لمنو کې یو زیات شمېر ماشومان د سینه بغل، پوستکي او عصبي ناروغیو اخته شوي دي.
 
که څه هم د بلخاب اوسېدونکي وايي، چې اسلامي امارت دوی ته مکتوب لېږلی، چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، خو لا هم خلک نه دي راستانه شوي او په دغه غره کې له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.
 
خديجه؛ د بلخاب د سیمې یوه بې ځایه شوي کس افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "کله چې جګړه پیل شوه، موږ ټول له کمپلو، لوښو او خوراکي توکو پرته خپل کورونه پرېښودل او درې ورځې او شپې مو په غرونو کې له اوبو، خوړو او سرپناه پرته تېرې کړې."
 
په دې وروستیو کې مولوی عبدالله سرحدی؛ د باميان والي له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په يوه بېړنۍ ناسته کې د بلخاب ولسوالۍ له بېځايه شويو خلکو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه، د سيمې د اوسېدونکو په وينا، يادو سيمو ته يو شمېر مرستندويه مؤسسې راغلي، خو هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.
 
علي محمد؛ د دې ولسوالۍ د نورو بې ځايه شويو کسانو له جملې څخه هغه وايي: «د طاس په غره کې سلګونه کورنۍ له خيمو او حتی توشکونو او بالښتونو پرته شپې تېروي. «پرون دوه ماشومان په کوما کې وو، معلومه نه ده چې ژوندي دي که مړه».
 
د بامیان ولایت د یکوولنګ له ولسوالۍ څخه د سوخته، پتاب او ګنده جې کلیو ته یو زیات شمیر کورنۍ کډه شوي دي.
 
دوی له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې دوی ته جامې، درمل او خواړه ورکړي.
 
د اسلامي امارت چارواکي وايي، په بلخاب ولسوالۍ کې ولسي وګړو ته کوم ګواښ نه دی رامنځته شوی او بې ځایه شوي باید خپلو کلیو ته ستانه شي.
 
https://avapress.com/vdchkmnim23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته