کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو وروستۍ معلومات / ۱۰۰۶ تنه شهید او ۳۰۰۶ ټپیان دي

12 سرطان 1401 ساعت 9:54

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، د شته شمېرو له مخې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله ۱۰۰۶ تنه شهید شوي، ۳۰۰۶ تنه ټپیان شوي او ۱۷۸۱۶ کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یا هم بوه برخه یی زیانمن شوي دي.


آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې معین مولوي شرف الدین مسلم نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې په وروستۍ زلزله کې په څلورو ولسوالیو کې مالدارۍ، کرنیزې ځمکې، د اوبو لګولو او د څښاک د اوبو سیستمونه هم زیانمن شوي دي.
 
هغه وايي، د دولت وزارت له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د مرکزي کمېټو، د سروې او وېش کمېټې او همدارنګه د شکايتونو د اورېدو په برخه کې پر وخت له زيانمنو سره د مبارزې په برخه کې فعاليت لري، چې دا مهال يې د ښه چلند مسئوليت هم پر غاړه لري.
 
نوموړي له همکارو بنسټونو، مرسته کوونکو هېوادونو او ملي سوداګرو څخه د مننې په ترڅ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
 
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال وايي، د وروستۍ مرګونې زلزلې پر مهال د ملي دفاع وزارت او د هېواد د هوايي ځواکونو کارکوونکو د ټپیانو د لېږد او بېړنیو مرستو د رسولو په موخه ۱۶۲ الوتنې کړې دي.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه شاوخوا لس زره زيانمنو شويو کورنيو ته بېړنۍ مرستې وېشل شوې او دا لړۍ لا هم په څلورو ولسواليو کې روانه ده.
 
مولوي شرف الدين وويل، چې په زيانمنو شويو سيمو کې اوسنۍ ستونزې د سرپناه او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى دى، چې د مرسته کوونکو هېوادونو، همکارو بنسټونو او د هېواد د سوداګرو هر اړخيزې همکارۍ ته اړتيا لري.
 
د يادونې وړ ده چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې وروستۍ زلزله د تخار ولايت کې له خونړۍ زلزلې وروسته چې په کال ۱۹۹۸ میلادي رامنځته شوه او له امله يې شاوخوا اووه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله وه.
 


د مطلب کود: 255152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255152/په-پکتیکا-او-خوست-ولایتونو-کې-د-زلزلې-قربانیانو-وروستۍ-معلومات-۱۰۰۶-تنه-شهید-۳۰۰۶-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com