دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 255161
امریکا افغان محصلینو ته د زده کړي زمینه برابروي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد په معتبرو پوهنتونونو کې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو او د زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره هڅې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، که څه هم په سیمه کې وضعیت نه دی بدل شوی، خو دوی د افغانستان لپاره تېر کال او سږ کال د فولبرایټ پر پروګرام کار کوي.
 
د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به هغه کسان په پام کې ونیسي چې سږکال او تېر کال یې د فولبرایټ سکالرشپ نیمه پای ته رسولي دي.
 
امریکا د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له امله د فولبرایټ سکالرشیپ پروسه وځنډوله او د افغان محصلینو ازموینې وځنډول شوې.
 
هر کال، د ټولې نړۍ څخه ۴۰۰۰ زده کونکي د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا درجې لپاره د فولبرایټ بورسونه ترلاسه کوي.
 
له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۹۵۰ افغانانو د فولبرایټ سکالرشیپونو له لارې په امریکا کې زده کړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcfvtd0yw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته