دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 255165
په هرات کې ٢٦٠٠ ټنه بې کيفيته تېل کشف شول
د هرات ولایت له جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د ۲۶۰۰ ټنه بې کیفیته تېلو د کشف خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د لوېدیځ زون د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست غړی ملا جمعه خان الهام وايي، دې ریاست دغه ولایت ته ۲۶۰۰ ټنه بې کیفیته تېل کشف او ترلاسه کړي دي.
 
ده وويل: د دغې ادارې د څيړنو او د دوى په واک کې د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، د وارداتي ټيټ کيفيت تېل ٥٨٠٠ ټنه ښيي، خو شونې ده، چې له دغو ټيټ کيفيت لرونکو تېلو څخه ٣٢٠٠ ټنه بازار ته وړاندې شوي وي.
 
الهام زياته کړه: د قانون له مخې، واردوونکي شرکت بايد د دغو سون توکو پر هر ټن ١٣٠ ډالره ماليه ورکړي، خو له بده مرغه چې واردونکي ١٠٠ ډالره جیب ته اچوي او پر هر ټن يواځې ٣٠ ډالره ماليه ورکوي.
 
په لوېديځ زون کې له جرمونو سره د مبارزې د دغه چارواکي په وينا، د يادې پېښې دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې او وروسته به اړوندې ادارې په دې اړه پرېکړه وکړي.
 
دغه دولتي چارواکي د توکو نورو واردونکو ته خبرداری ورکړ چې هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي توکو له واردولو ډډه وکړي. ځکه اسلامي امارت له فساد سره په مبارزه کې جدي دی.
 
په همدې حال کې دهرات دامنيې قوماندانۍ وياند محمود شاه رسولي وايي: دغه کشف شوي سون توکي د هرات دامنيې قوماندانۍ د جنايي مديريت او له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې کشف او ترلاسه شول.
 
هغه ټینګار وکړ چې د هرات امنیتي ځواکونه به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې ټیټ کیفیت لرونکي تېل دغه ولایت ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوا هم د هرات اوسېدونکو تل په بازار کې د بې کيفيته تېلو له شتون څخه اندېښنه ښودلې وه.
 
https://avapress.com/vdcjmie8iuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته