دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 255168
د بلخاب په جوماتونو کې د موسیقۍ غږول؛ د خلکو غوښتنه؛ مقدساتو ته درناوی وکړئ
د بلخاب ولسوالۍ په یوه جومات کې د طالب ځواکونو د موسیقۍ د غږولو د یوه کلیپ له خپرېدو وروسته، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د «اسلامي امارت» له ځواکونو غوښتي چې مقدساتو ته دې درناوی وکړئ.
افغان غږ خبری آژانس  - مزارشریف: د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو د دې ولسوالۍ په یوه جومات کې د دولتي ځواکونو د شتون او د موسیقۍ د غږولو په اړه د خپاره شوي کلیپ په غبرګون کې نن یکشنبه (سرطان ۱۲) وویل: د اسلامي امارت ځواکونه مسجد ته ننوتل او د بلخاب ولسوالۍ د دهنې په سیمه کې په جومات کې یې موسیقي خپره کړه.
 
دوی زیاته کړه چې د "اسلامي امارت" ځواکونه باید د خلکو مقدساتو ته سپکاوی ونه کړي او چارواکي باید د خپلو عسکرو د جاهلانه کړنو مخه ونیسي.
 
د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې د اسلامي امارت د عسکرو دا ډول چلند د هېواد امنیت او ثبات ته زیان رسوي او باید مخه یې ونیول شي.
 
د دوی په وینا د «اسلامي امارت» ځواکونو په جوماتونو، منبرونو او یو شمېر کورونو کې پوځي اډې جوړې کړې دي چې مالکین یې غرونو ته کډه شوي دي.
 
د دغه کليپ خپرېدو په مجازي فضا کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او د هېواد خلکو د دولتي ځواکونو دغه چلند له سپکاوي ډک بللی دی.
 
د افغان غږ خبری آژانس خبریال هڅه وکړه چې په سرپل کې د «اسلامي امارت» د چارواکو نظر معلوم کړي. خو له ډېرو هڅو سره سره يې په دې برخه کې له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
 
بل خوا د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ ترانسپورتي لارې د خلکو پر مخ خلاصې شوې؛ خو خلک لا هم د تګ راتګ څخه ویره لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په بلخاب کې د مولوي مهدي او «اسلامي امارت» ځواکونو تر منځ له درې ورځنۍ جګړې وروسته سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ وتلې او د خلکو د کورونو په ګډون عامه ځایونو ته اور اچول شوی دی.
 
د بلخاب اوسیدونکي لا هم د دې ولسوالۍ او د بامیانو ولایت په غرونو کې ژوند کوي او په بامیان کې د افغان غږ خبری آژانس د خبریال د راپور له مخې، بې ځایه شوي خلک د ژوندانه په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د والي په ګډون د سرپل سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی و، چې خلک به خپلو کورونو ته ستانه شي او ملکي وګړو ته به هېڅ ډول زیان ونه رسېږي.
 
https://avapress.com/vdccepqi42bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته