کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور ۹ تنه نیول شوي

12 سرطان 1401 ساعت 12:23

د ننګرهار چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت له لعلپورې ولسوالۍ څخه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور ۹ تنه نیولي دي.


آوا - کابل: د امنیتی چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل یو شمېر قیمتی ډبرې له هېواده بهر قاچاق کړی، چې له دغو قیمتی ډبرو سره یو هیلکس موټر یوځای نیول شوي.
 
افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او همدارنګه د ډیرو زیورونو سترې زیرمې لري، خو د اوږدو جګړو او پراخو ناامنیو له امله له دغو زیرمو څخه هیڅکله په معیاري ډول کار نه دی اخیستل شوی او تل د هیواد څخه بهر ته قاچاق شوي دي.
 


د مطلب کود: 255172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255172/ننګرهار-کې-د-قیمتي-ډبرو-قاچاق-په-تور-۹-تنه-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com