کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان څخه هره ورځ درې زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي

12 سرطان 1401 ساعت 12:31

وروسته له هغې چې پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات په کلدارو پیسو زیات کړل، اوس ویل کېږي چې دغه هېواد ته د ډبرو سکرو د صادراتو کچه د ورځې ۳۰۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.


آوا، د پاکستان د صدراعظم له حکم وروسته چې له کلدار سره د ډبرو سکرو واردات زیات کړي، له افغانستان څخه د دغه محصول واردات او په دغه هېواد کې د برېښنا فابریکو ته د هغې د لېږد کچه لوړه شوې ده.
 
پاکستاني چارواکو ویلي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات له څو ورځو راهیسې وروسته له هغې زیات شوي چې د دغه هېواد حکومت اړوندو څانګو په ځانګړې توګه د پاکستان ریل پټلۍ ته امر کړی چې د ډبرو د سکرو د خوندي او ګړندي تګ راتګ لپاره جدي اقدامات وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې اوسمهال د خوشالکوټ اورګاډي سټېشن ته شاوخوا درې زره ټنه سکاره راوړل کېږي. خو تمه ده چې د بلوچستان په ميانوالي او سبي سيمو کې د عملياتو له پيل وروسته به د ډبرو سکرو عرضه شل زره ټنو ته ورسېږي.
 
په همدې حال کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د وارداتو د زیاتولو په اړه د پاکستان د صدراعظم له حکم وروسته د دغه هېواد د مالیې وزارت د ډبرو سکرو د هر ټن بیه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.
 
ویل شوي، چې پاکستان خپلو برېښناکوټونو ته د ډبرو سکرو د لېږد د اسانتیا لپاره په سبي، کندانو او خوشالکوټ سیمو کې د اورګاډي پټلۍ جوړي کړي.
 
د اټکلونو له مخې، له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرول د بهرنیو اسعارو په مرسته د پاکستان لپاره تر دوه میلیارد ډالرو ډېر اقتصادي سپما کوي.
 


د مطلب کود: 255173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255173/له-افغانستان-څخه-هره-ورځ-درې-زره-ټنه-د-ډبرو-سکاره-پاکستان-ته-صادرېږي

آوا
  https://www.avapress.com