دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 255180
نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د زلزلې ځپلو سره مرسته کوي
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې د خوست او پکتيکا ولايتونو په زلزله ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د مخنيوي، روغتيايي خدمتونو او د ټپيانو د پاملرنې په برخه کې د نړيوالو مرستندويانو مرستو ته ډېره اړتيا ده.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې وویل، چې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ګڼو شریکو ادارو سره همکاري کوي.
 
که څه هم د نړۍ یو شمېر هېوادونو، موسسو او نړیوالو خیریه بنسټونو په افغانستان کې د وروستیو زلزلو له زیانمنو سره د مرستې اعلان کړی او د مرستو یو شمېر یې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي، خو د زیانمنو شویو په وینا دا مرستې کافي نه دي.
 
د پکتيکا او خوست ولايتونو په زلزله ځپلو سيمو کې د خلکو بې کوره کېدل له لویو ستونزو ده چې د زیانمنو کسانو سرګرداني یې دوه برابره کړې.
 
حبيب الله چې په زلزله کې نه دی ژوبل خو کور یې ړنګ شوی اسوشيېټېډ پرېس ته وويل چې له دوى سره مالي مرسته وشي.
 
هغه وویل: "د دې لپاره چې موږ خپل کورونه بیا جوړ کړو. تاسو ګورئ چې زما د کور ټول وسایل د خټو لاندې دي موږ سره دې مالي مرستې وشي."
 
په زلزله کې د یوې بلې زیانمنې کورنۍ یوه غړې بي بي حوا هم وايي: "زه سخت درد لرم، لار نه شم تللی. باید له موږ سره مرستې وشي هېڅ هم نه دي راپاتې."
 
نړیوالو سازمانونو او بنسټونو ګواښ کړی، چې ساري ناروغۍ په خپرېدو دي او د ټپیانو ټپونه هم په ښايي په بدو واوړي.
 
د بې پولې ډاکټرانو یوه سیمه ییز مشر محمد توفیق اسوشیټیډ پریس ته وویل، چې دوی د سختو ټپیانو درملنه کوي.
 
هغه وايي: "موږ د ټپي ناروغانو او ژوبلو کسانو درملنه کوو. بېلابېلې ژوبلې لکه د ټپونو، د ماتو هډوکو، عفوني یا بداوښتیو ټپونو درملنه کوو."
 
ګڼو لویدیځو هېوادونو تر زلزلې وروسته له افغانستان سره د مرستې لپاره د میلیونو ډالرو ژمنې اعلان کړي او وايي، چې غواړي زیانمنو ته مرستې په عاجله توګه ورسیږي.
 
د همدې هڅو په لړ کې د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر هرجیت سجن پرون ویلي، چې د کاناډا حکومت د ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلونونو په لټه کې دی څو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره «انعطاف» رامنځته شي.
 
کاناډا د طالبانو له واکمنېدو ان څو کاله مخکې په ۲۰۱۳ کال کې طالبان د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړل.
 
د کاناډا دا پرېکړه چې قانوني مصوبه باندې بدله شوه په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د کاناډا د مرستندویه موسسو او بنسټونو د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.
 
د راپورونو له مخې په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو زلزلو په پایله کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcg7n9xzak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته