دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 255194
استرالیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د جنګي جنایتونو څېړنه کوي
د استرالیا حکومت اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په «شرمونکو جنایتونو» خواشینی دی او په ځانګري توګه به یې تعقیب کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ریچارډ میلز؛ د استرالیا نوي دفاع وزیر په یوه خبري کنفرانس کې اعتراف وکړ چې عسکرو یې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال شرمناک جنګي جنایت کړی او د عاملینو محاکمه یې دوام لري.
 
هغه په ​​افغانستان کې د دغه هېواد د پوځيانو جنايتونه د استراليا د پوځ په تاريخ کې تر ټولو غمجنه او وحشتناکه قضيه وبلله او ټينګار يې وکړ چې دغه قضيه دې په بشپړه توګه وڅېړل شي او نهايي شي او مجرمين دې محاکمه شي.
 
په وروستیو کلونو کې استرالیايي رسنیو داسې تحقیقاتي راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې استرالیايي ځواکونو جنګي جرمونه کړي او د ملکي وګړو په ۳۹ وحشتناکو وژنو کې لاس لري او د ملکي وګړو د شکنجې په اړه اسناد هم خپاره شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb9sb5arhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته