کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د یوه دولتي چارواکي د مېرمنې د لېږدولو لپاره د چورلکې د کارولو ردول

13 سرطان 1401 ساعت 9:06

قاري یوسف احمدي؛ د اسلامي امارت ویاند وايي، هغه راپورونه چې ګواکې یوه دولتي مامور خپله مېرمن له لوګر ولایت څخه خوست ته په چورلکه کې انتقال کړې، حقیقت نه لري.


آوا - کابل: قاري یوسف احمدي؛ د اسلامي امارت ویاند په ټولنیزو شبکو کې د ځینو هغو راپورونو په خپرولو غبرګون وښود چې ګواکې یو دولتي مامور خپله مېرمن له لوګر ولایت څخه خوست ته په چورلکه کې بیولې ده.
 
ښاغلي احمدي پخپل ټوېټر پاڼه کي لیکلي: "په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې یو دولتي مامور خپله مېرمن له لوګر ولایت څخه خوست ته په چورلکه کې بیولې ده، موږ ته خبر راکړل شوی چې هلته داسې کومه پېښه نه ده شوې، دا یوازې د دښمن بې ځایه تبلیغات دي.
 


د مطلب کود: 255196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255196/په-لوګر-کې-د-یوه-دولتي-چارواکي-مېرمنې-لېږدولو-لپاره-چورلکې-کارولو-ردول

آوا
  https://www.avapress.com