کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جعفري مذهب پیروان په افغانستان کې "اقلیت" نه دي

13 سرطان 1401 ساعت 9:15

د سرپل ولایت یو تن شیعه عالم چې په کابل کې د علماوو په مشورتي جرګه کې یې ګډون کړی و د اقلیتونو د حقونو په اړه د بحث په ترڅ کې وویل چې د جعفري مذهب پیروان اقلیت نه دي.


آوا - مزار شریف: حجت الاسلام غلام محمد نظری؛ د سرپل ولایت یوه شیعه عالم چې په کابل کې یې د علماوو په مشورتي جرګه کې ګډون کړی و، د آوا له خبریال سره په خبرو کې په دې غونډه کې مطرح شوې موضوعګانې ګټورې، اغېزمنې او مثبتې وبللې.
 
نظري دې ته په اشارې سره چې په دغه غونډه کې د اقلیتونو په اړه خبرې وشوې خو شیعه ګان د اقلیت تر عنوان لاندې نه دي ذکر شوي او څرګنده یې کړه: حتی د اسلامي امارت ویاند هم ویلي چې جعفري مذهب له اقلیتونو څخه نه دی.
 
د هغه په ​​وينا، د شيعه ګانو غوښتنې د هېواد د شيعه علماوو شورا د استازو له خوا په ليکلي ډول د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې شوې او هرکلى يې شوي.
 
ښاغلي نظري د علماوو د جرګې جوړېدل يو نېک کار وباله او ويې ويل: په دې اړه بحثونه د هېواد لپاره ګټور، اغېزمن او مثبت وو.
 
دغه ديني عالم د ملا هبت الله اخندزاده وينا ته خوشبيني څرګنده کړه او زیاته يي کړه: هغه د معمول په څیر د خلکو په مخ کې ودرېد او وینا یې پیل کړه. «د هغه مخ په ښکاره ډول لیدل کیده».
 
د هغه په ​​وينا، په دې ناسته کې د ښځو د اداري کارونو او د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه هم خبرې وشوې او پايله دا شوه، چې د هېواد ښځې او نجونې کولاى شي د اسلامي چارو په نظر کې نيولو سره په جلا جلا ځايونو کې خپلو کارونو او زده کړو ته دوام ورکړي.
 
د هغه په ​​وینا ملا یعقوب مجاهد؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست هم په ډاګه اعلان وکړ، چې موږ په ټولو پروګرامونو کې د علماوو، مخورو او خلکو وړاندیزونه او نیوکې منو، خو له وسله والو مخالفینو سره به جدي چلند کوو.
 
دغه دیني عالم ویلي، چې د زرګونو علماوو په غونډه کې یې د اسلامي امارت د امر بالمعروف وزیر په وینا نیوکه وکړه، هغه د افغانستان خلک فقط حنفي وبلل او ما خپل غږ پورته کړ، ومي ویل د جعفري مذهب خلک هم په هیواد کې ژوند کوي.
 


د مطلب کود: 255197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255197/د-جعفري-مذهب-پیروان-په-افغانستان-کې-اقلیت-نه-دي

آوا
  https://www.avapress.com