دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 255204
د افغان حاجیانو وروستی کاروان سعودي عربستان ته ورسید
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي چې له کابل څخه د حاجیانو د لیږد لړۍ پای ته ورسیده او وروستی کاروان یې پرون سعودي عربستان ته ورسید.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مجاهد زیاته کړه چې د حج او اوقافو وزارت او نورو اړوندو ادارو په هڅو ټول ۱۳۵۸۲ افغان حاجیان د فرضي حج د ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته ورسیدل.
 
باید وویل شي، چې سږ کال له افغانستان څخه د بیت الله الحرام له ۱۳ زرو څخه زیاتو حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی. تر دې مخکې د حج په مراسمو کې له هېواد څخه شاوخوا ۳۰ زره حاجیانو ګډون کاوه او د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړی و چې سږ کال به له ټولې نړۍ څخه شاوخوا یو میلیون حاجیان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdzk0xoyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته