دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 255209
د تورخم پر پوله د یوه افغان کډوال د ځان وژنې خبر غبرګونونه راوپارولي
تېره ورځ په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول، چې یوه افغان کډوال د پاکستاني پوله ساتو د ناوړه چلند له امله ځان تر موټر لاندې وغورځاوه او خپل ژوند یې پای ته ورساوه.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه ټویټ کې په تورخم کې د یوه افغان ځان وژنه یوه غمجنه پېښه بللې او د پاکستاني چارواکو له خوا یې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندلی دی.
 
ښاغلي کرزي له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د افغانستان خلکو ته د زده کړې، کار او مناسب ژوند زمینه برابره کړي، ترڅو دوی له هېواده وتلو ته اړ نه شي.
 
د افغانستان پخواني ولسمشر هم له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د ښه ګاونډي په توګه چلند وکړي.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه ټویټ کې ویلي: په تورخم کې وژل شوی سړی د یوې پاکستاني رسنۍ د خبریال پلار و.
 
د پاکستان سفارت منلې چې د افواهاتو او ناسمو راپورونو خپرول په خلکو کې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ لامل کېږي.
 
د دغه سفارت په وینا؛ د تورخم پر پوله اوس مهال ترافیک په عادي ډول روان دی.
 
باید وویل شي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان ناوړه چلند کومه نوې خبره نه ده. په داسې حال کې چې دغه هېواد د دوستۍ شعارونه ورکوي، خو څو ځلې لیدل شوي چې په پاکستان کې دننه او هم په پولو کې له افغان کډوالو سره سخت او غیر انساني چلند شوی دی.
 
د بې وزلۍ او بې روزګارۍ په څېر ننګونې د دې لامل شوي چې له افغانستان څخه بهر ته د کډوالۍ شمېر په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته ورځ په ورځ زیات شي.
 
https://avapress.com/vdciuwar3t1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته