دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 255216
د مزارشريف په ښوونځيو کې سخته ګرمي او د اسانتياوو نشتوالى؛ زده کونکي ځوروي
په داسې حال کې چې بلخ یوازینی ولایت دی چې نجونې پکې په هره کچه د زده کړو حق لري، خو د مزارشریف ښار د ښاري سیمو د ښوونځیو زده کوونکي وايي چې ټولګي یې بې کیفیته دي او د هوا د نشتوالي له امله په خړو خونو کې زده کړې کوي. او د حشراتو شتون، دوی ځوروي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تودوخې درجه له ۴۵ درجو څخه زیاته او د معیاري درسي خونو او یخنۍ نشتوالي د مزارشریف ښار د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکي ځورولي دي.
 
دوی وايي، چې تر ۳۰ ډېر زده کوونکي په یوه پنځه متره کوټه کې زده کړې کوي، تر ټولو اساسي اسانتیاوې لکه څوکۍ او د یخولو وسایل نه لري.
 
طاهره; د مزارشريف ښار د اتمې ناحيې د يوه دولتي ښوونځي يوه زده کوونکي افغان غږ خبری آژانس ته وويل: زموږ ښوونځى وداني نلرى، موږ په يوه کور کې زده کړې کوو، چې ډېرې وړې او ګرمې خونې لري.
 
دغه زده کوونکي زياته کړه: زموږ ټولګيو حتا کاه ګل سوي نه دي، په ټولګيو کې ډېر سوري شته چې د هوا په تودېدو سره يې لړمان او نور خطرناک حشرات راوتلي او څو څو ځله يې زموږ د ټولګيوال چیچلي.
 
دغه زده کوونکي وايي، چې لا هم يو شمېر ټولګي په ځانګړې توګه تر شپږم ټولګي لاندې زده کوونکي په خيمو کې زده کړې کوي او د هوا له ګرمېدو سره يې شرايط ډېر ستونزمن شوي دي.
 
صبرينا; د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې د يوه دولتي ښوونځي يوه بل زده کوونکي هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل: په ښار کې ښوونځي په ښه حالت کې دي، لومړني درسي وسايل او د يخولو وسايل لري. خو په لیري پرتو سیمو کې ښوونځي دغه اسانتیاوې نه لري او د هوا په ګرمیدو سره زده کړه ستونزمنه کیږي.
 
دغه زده کوونکي د بلخ له پوهنې ریاست څخه غواړي، چې د دوی ښوونځيو ته پاملرنه وکړي، ترمیم او زده کوونکو ته اساسي اسانتیاوې برابرې کړي.
 
فایزه; د مزارشريف د دولتي ښوونځيو يو تن ښوونکي هم تائيد کړه، چې ډېرى ښوونځي لومړني اسانتياوې نه لري او زده کوونکي يې په ګرمۍ او يخنۍ کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
 
په ورته وخت کې د بلخ پوهنې ریاست هم مني چې په دغه ولایت کې ۱۶ بابه ښوونځي وداني او درسي خونې نه لري.
 
محمد نعیم بلخي؛ د بلخ د ښاري پوهنې رئيس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: "په بلخ کې شاوخوا ١٦ ښوونځي ودانۍ او درسي خونې نه لري او ترميم او جوړولو ته سخته اړتيا لري."
 
په بلخ کې څه باندې ۴۰۰ ښوونځي او څه باندې ۴۰۰ زره زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال بلخ د هېواد له یو شمېر هغو ولایتونو څخه دی، چې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونې پکې ښوونځيو ته ځي او د «اسلامي امارت» حکومت هم د دوی ښوونځيو ته د تګ مخه نه ده نیولې.
 
https://avapress.com/vdcgqn9x3ak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته