دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 255218
اقتصادي بحران، د امریکا لپاره یو ګواښ
د امریکا د خزانې پخواني وزیر دغه بحران د امریکا اقتصاد ته یو ګواښ بللی دی.
افغان غږ خبری آژانس، د امریکا د خزانې پخوانی وزیر لارنس سمرز وايي: اقتصادي رکود امریکا ګواښي.
 
سمرز د بلومبرګ تلویزیون سره په مرکه کې وویل: په ۲۰۲۲ کې د بحران خطر خورا لوړ دی. دا خطر د تیرو شپږو اونیو په پرتله ډیر شوی دی.
 
سمرز په امریکا کې د بانکونو منفي فعالیت ته په اشارې سره وویل: "موږ د ناخالص ملي ودې د کمښت شاهدان یو." ډیری اقتصادي کارپوهان وړاندوینه کوي چې موږ په دویمه ربع کې په ناخالص ملي وده کې کمښت لیدلی. سږکال د پرله پسې دوهم کال لپاره په ناخالص ملي وده کې کمښت د اقتصادي بحران په معنی دی.
 
د امریکا د خزانې پخواني وزیر هم ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې اقتصادي رکود خورا زیات شوی دی. د پرچون او تولیدي شرکتونو راپورونه ښیې چې تقاضا ورو شوې. دا مسئله د تولید کمښت لامل کیږي. دا د اقتصادي رکود نښې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د کرونا ناروغۍ پایلې او همدارنګه په اوکراین کې جګړې او د غلو دانو د رسولو په برخه کې ستونزې او پر روسیې بندیزونه د امریکا په اقتصاد کې د بې ساري انفلاسیون لامل شوي دي.
 
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې امریکا له اقتصادي رکود سره مخ ده. په همدې حال کې دیموکراتان چې سپینه ماڼۍ او کانګرس کنټرولوي، اندېښنه لري چې اقتصادي ستونزې به د جمهوري غوښتونکو د بېرته واک ته د رسېدو لامل شي.
 
https://avapress.com/vdcizwarvt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته