دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 255220
هند افغانستان ته د غنمو لېږد بیا پیل کړل
د هندي چارواکو په وینا، د دغه هېواد د بشري مرستو او له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو د ژمنې په دوام، ۲۵۰۰ ټنه غنم افغانستان ته استول شوي دي. په دې لړ کې به په راتلونکو ورځو کې نور ۱۴ زره ټنه غنم هم هېواد ته ولېږل شي. هند تر دې مخکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ۳۶ زره ټنه غنم استولي وو.
افغان غږ خبری آژانس، د هند دولتي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د غنمو ۱۵مه جوپه چې ۲۵۰۰ ټنه په کې شامل دي، د پاکستان له لارې افغانستان ته رالېږل شوې او په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې نور ۱۴ زره ټنه هم ولېږدول شي.
 
هندي چارواکو زیاته کړې، چې تر اوسه شاوخوا ۳۶ زره ټنه غنم افغانستان ته استول شوي او پاتې پنځوس زره ټنه مرسته به هم ژر ولېږل شي.
 
هندي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره یې موافقه کړې چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته د مرسته شویو غنمو لېږلو ته دوام ورکړي او ټاکل شوې دغه غنم په راتلونکو دوو میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي.
 
هند په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی.
 
دغه هېواد د خوراکي توکو پر مرستو سربېره له افغانستان سره د زېربناوو، سړکونو او بندونو د جوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې مهمې اقتصادي همکارۍ کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcb5sb5grhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته