افغان غږ خبری آژانس - کابل: په تیرو څو ورځو کې په زلزله ځپلو سیمو کې یو شمیر خیریه موسسو د یتیم ماشومانو د مورال لوړولو په موخه د خوښۍ او تفریح پروګرامونه پلي کړي دي.
پر دغو خیریه موسسو سربېره په ایران کې مېشتو افغان کډوالو یوه ډله زلزله ځپلو ماشومانو ته ډالۍ لېږلې دي.
بايد وويل شي، چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د وروستيو خونړيو زلزلو له امله تر څلورو سوو زيات ماشومان مړه او ټپيان شوي دي. د دغې زلزلې د تلفاتو شمېر ۱۰۰۶ تنو ته رسېدلی او څه باندې درې زره نور ټپیان شوي دي.