دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 255233
د سعودي ائتلاف سره د اوربند د غځولو لپاره د یمن نوي شرطونه
د یمن د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اعلان وکړ چې له هراړخیز او باوري موافقې پرته چې ټول اقتصادي او ټولنیز اړخونه پکې شامل وي، له یرغلګرو هیوادونو سره د اوربند تمدید ممکن نه دی.
افغان غږ خبری آژانس، حسین العزی؛ د یمن د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اعلان وکړ چې د اوربند غځول له یوې معتبرې او صادقانه موافقې پرته چې ټول اختلافي مسایل پکې شامل وي، تمدید به نه شي.
 
هغه زیاته کړه: که صادقانه او ثابت توافقات چې ټول ټولنیز او اقتصادي اړخونه پکې شامل وي، د تیلو او ګازو د عوایدو او د حقوقو د تعیین په شمول، د درناوي وړ نه وي، نو دا اوربند په سمبولیکه توګه نه شي تمدید کیدای.
 
دغه یمنی چارواکی زیاته کړه چې پوځ او ولسی کمیټی ټول د یمن د آزادولو لپاره د جنګ د بیا پیلولو سره موافق دی .
 
د یمن د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تېره میاشت اعلان وکړ چې حکومت یې د الوتنو د زیاتوالي او د حقونو په برخه کې د پرمختګ په اړه د جدي ژمنو پر بنسټ د اوربند غځول منلي دي.
 
هغه زیاته کړه که دا ستونزې هوارې نه شي، صنعا د اوربند د بیا کتنې حق لري.
 
سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۵ مه د منصور هادي له استعفا وروسته؛ د یمن د هغه وخت ولسمشر واک ته د بېرته ستنېدو په هدف پر دغه هېواد پوځي برید پیل کړ.
 
خو له اووه کلنې جګړې وروسته په تیرو څو میاشتو کښې د سعودی عربستان په مشرۍ د تیریګر ائتلاف او د یمن د انصار الله په مشرۍ د ولسی کمیټو ترمینځ موقتی اوربند رامینځته شوی دی .
 
https://avapress.com/vdcfmtd0mw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته