کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یو ځوان افغان کډوال له خوا د جوړ شوي دوو مستندو فلمونو ننداره

13 سرطان 1401 ساعت 15:29

د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په مشهد ښار کې د یوه ځوان افغان کډوال فلم جوړونکي دوه مستند فلمونه او لنډه کیسه نندارې ته وړاندې شوه.


آوا - مقدس مشهد: ځوان افغان کډوال فلم جوړونکی محمد مهدي احمدي په مشهد کې د افغان مهاجرینو د ځواکمنتیا د نندارتون په څنډه کې وویل چې شاوخوا ۹ لنډ او اوږد مستند فلمونه او کیسې یې جوړې کړي دي.
 
د احمدي په وينا، د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ده يو لنډ مستند فلم په مشهد مقدس کې نندارې ته وړاندې شوى دى.
 
دغه ځوان کډوال فلم جوړونکي وويل، چې د ده بل لنډ کيسه فلم د (وطن) په نوم د افغان مهاجرينو د پياوړتيا د نندارتون په يوه پروګرام کې نندارې ته وړاندې شو، چې سينما ته ځانګړې شوې وه.
 
د "رنګ بی صدا" او "زخم" په نوم دغه دوه فلمونه د لنډو فلمونو او داستانونو په بڼه نندارې ته وړاندې شول.
 
هغه زیاته کړه: «رنګ بی صدا» د لنډو فلمونو په برخه کې زما لومړی کار دی چې د تهران د ۱۰۰ ثانیو په نړیوال فلم فیسټیوال او د یونیسکو په نړیوال فلم فیسټیوال کې غوره شو.
 
محمد مهدي احمدي په دوام وویل: «زخم» فلم هم د تهران د ۱۰۰ ثانیو په نړیوال فلم فیسټیوال کې، او د د ۱۸۰ ثانیو په فلمي فیستیوال کې او د کابل د مهرګان د فلم په فیستیوال کې هم غوره شوی دی.

هغه څرګنده کړه: له نېکه مرغه تر اوسه مې څلور مستند فلمونه جوړ کړي دي، چې دوه لنډ مستند فلمونه او دوه فیچري اوږده مستند فلمونه او همدارنګه پنځه افسانوي فلمونه، چې څلور لنډ افسانوي فلمونه او یو فیچر فلمونه شامل دي.
 
 
 


د مطلب کود: 255237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255237/د-یو-ځوان-افغان-کډوال-له-خوا-جوړ-شوي-دوو-مستندو-فلمونو-ننداره

آوا
  https://www.avapress.com