کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره ۳۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

14 سرطان 1401 ساعت 8:46

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د ۳۰ میلیونه افغانیو د سپارلو پر مهال؛ د يادې موسسې له خوا د وروستۍ زلزلې له زيانمنو شويو کورنيو سره نغدي مرستې د دولت وزارت ته وسپاري او ټينګار يې وکړ، چې دغه مرستې بايد په رښتيني مستحقينو ووېشل شي.


آوا - کابل: محمد یونس مومند؛ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال پرون دوشنبه (د سرطان ۱۳) د رسنیو د کمرو په مخ کې د دې موسسې مالي مرستې مولوي شرف الدین مسلم ته؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال او له طبيعي پېښو سره د مبارزې د بېړنۍ کمېټې مشر ته وسپارل.
 
ښاغلي مومند وویل: د راټولو شویو ۳۰ میلیونو مرستو له جملي څخه څه باندې ۱۳ میلیونه یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي له خوا راټول شوي او څه باندې لس میلیونه افغانۍ د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې له خوا مرسته شوې ده. .
 
هغه زیاته کړه: نن شاوخوا شل میلیونه افغانۍ د پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې ته وسپارل شوې او په نږدې راتلونکي کې به لس میلیونه نورې هم دغې کمېټې ته وسپارل شي.
 
مولوي شرف الدین مسلم؛ له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت مرستيال وزير د مرستو راټولول يو ښه عمل وباله او ويې ويل: د وروستۍ زلزلې له زيانمنو سره مرسته کول د افغانانو په خوښۍ او غم کې د يووالي څرګندونه کوي.
 
نوموړي ډاډ ورکړ، چې دغه مرستې به په پوره امانتدارۍ سره مستحقو کسانو ته وسپارل شي.
 
باید وویل شي، چې ۱۲ ورځې وړاندې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې، چې مرکز یې د افغانستان پکتیکا ولایت و.
 
د دغې زلزلې په پایله کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي، تر ۳۰۰۰ ډېر ټپیان شوي او د پکتیکا او خوست ولایتونو د اوسېدونکو ۱۷۰۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 255246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255246/د-سوداګرۍ-او-پانګونې-خونې-وروستۍ-زلزلې-له-قربانیانو-سره-۳۰-میلیونه-افغانۍ-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com