کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې ۴۵۰ امنیتي ځواکونه له روزنیز کورس څخه فارغ شول

14 سرطان 1401 ساعت 8:55

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د کندز ولایت د شمال زون له روزنیز مرکز څخه د اسلامي امارت د ملي پولیسو ۴۵۰ تنه غړي له مسلکي او نظریاتي زده کړو وروسته فارغ شول.


آوا - مزارشریف: عبیدالله عابدی؛ د کندز د پولیسو ویاند آوا ته وویل: په شمال ختیځ زون کې د ملي پولیسو روزنیز مرکز چې په کندز ولایت کې موقعیت لري، پرون دوشنبه (سرطان ۱۳) د فراغت په لومړۍ دوره کې د ملي پولیسو ۴۵۰ تنه فارغ شول.
 
د هغه په ​​وينا، دغه سرتېري د هېواد په شمال کې له څلورو ولايتونو څخه وو او شپږ اوونۍ يې مسلکي پوځي او نظامى زده کړې کړې دي.
 
عبيدي وويل، دغو ځواکونو ته په دغه روزنيز مرکز کې له شپږو اوونيو راهيسې د ممتازو استادانو له خوا روزنه ورکول کیده او نن يې د لوړپوړو پوځي چارواکو په شتون کې خپل پوځي هنر وښود.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د ۱۱ میاشتنۍ واکمنۍ په موده کې سلګونه امنیتي ځواکونو په نظامي مرکزونو کې نظامي روزنه ترلاسه کړې ده.
 
 


د مطلب کود: 255247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255247/په-کندز-کې-۴۵۰-امنیتي-ځواکونه-له-روزنیز-کورس-څخه-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com