دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 255247
په کندز کې ۴۵۰ امنیتي ځواکونه له روزنیز کورس څخه فارغ شول
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د کندز ولایت د شمال زون له روزنیز مرکز څخه د اسلامي امارت د ملي پولیسو ۴۵۰ تنه غړي له مسلکي او نظریاتي زده کړو وروسته فارغ شول.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبیدالله عابدی؛ د کندز د پولیسو ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په شمال ختیځ زون کې د ملي پولیسو روزنیز مرکز چې په کندز ولایت کې موقعیت لري، پرون دوشنبه (سرطان ۱۳) د فراغت په لومړۍ دوره کې د ملي پولیسو ۴۵۰ تنه فارغ شول.
 
د هغه په ​​وينا، دغه سرتېري د هېواد په شمال کې له څلورو ولايتونو څخه وو او شپږ اوونۍ يې مسلکي پوځي او نظامى زده کړې کړې دي.
 
عبيدي وويل، دغو ځواکونو ته په دغه روزنيز مرکز کې له شپږو اوونيو راهيسې د ممتازو استادانو له خوا روزنه ورکول کیده او نن يې د لوړپوړو پوځي چارواکو په شتون کې خپل پوځي هنر وښود.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د ۱۱ میاشتنۍ واکمنۍ په موده کې سلګونه امنیتي ځواکونو په نظامي مرکزونو کې نظامي روزنه ترلاسه کړې ده.
 
 
https://avapress.com/vdcaymnu049nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته