کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوحه کې د المان له سفیر سره د امیر خان متقي کتنه

14 سرطان 1401 ساعت 9:07

د المان سفير ته نوماند سټيفان شنک په دوحه کې د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي سره وکتل او د دوه اړخيزو اړيکو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.


آوا - کابل: سټیفن په دې کتنه کې وویل چې آلمان د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او له دغه هیواد سره د اړیکو د پراخولو او د لازیات سفر په لټه کې دی.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د آلمان له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل؛ مثبت دوه اړخیز تعامل کولی شي په بیلابیلو برخو کې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.
 
له څو ورځو راهیسې د افغانستان یو پلاوی دوحې ته تللی او د لویدیځو هېوادونو له استازو سره ګوري.
 
د اسلامي امارت له لوري له نړۍ سره د اړیکو د پراختیا په موخه دا هڅې په داسې حال کې کیږي، چې تر اوسه هیڅ هیواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او دغه کار په هیواد کې ګڼې ستونزې او ننګونې راپیدا کړي دي.
 


د مطلب کود: 255250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255250/په-دوحه-کې-د-المان-له-سفیر-سره-امیر-خان-متقي-کتنه

آوا
  https://www.avapress.com