دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 255250
په دوحه کې د المان له سفیر سره د امیر خان متقي کتنه
د المان سفير ته نوماند سټيفان شنک په دوحه کې د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي سره وکتل او د دوه اړخيزو اړيکو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سټیفن په دې کتنه کې وویل چې آلمان د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او له دغه هیواد سره د اړیکو د پراخولو او د لازیات سفر په لټه کې دی.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د آلمان له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل؛ مثبت دوه اړخیز تعامل کولی شي په بیلابیلو برخو کې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.
 
له څو ورځو راهیسې د افغانستان یو پلاوی دوحې ته تللی او د لویدیځو هېوادونو له استازو سره ګوري.
 
د اسلامي امارت له لوري له نړۍ سره د اړیکو د پراختیا په موخه دا هڅې په داسې حال کې کیږي، چې تر اوسه هیڅ هیواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او دغه کار په هیواد کې ګڼې ستونزې او ننګونې راپیدا کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcenn8w7jh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته