کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صهیونیسټ رژیم لپاره د سعودی هوایی تسهیلات

14 سرطان 1401 ساعت 10:20

له صهیونیسټانو سره د ملګرتیا په وروستۍ مورد کښې سعودی عربستان د دغه رژیم الوتکو ته اجازه ورکړه چې له خپل هوایی حریم څخه ختیځ ته تیر شی .


آوا، د عربي ۲۱ شبکي په حواله، صهیونیسټي الوتکې به ختیځو هیوادونو ته د الوتنې پر مهال د سعودي عربستان په اجازه د دغه هیواد له فضايي حریم څخه تیریږي. دا جواز آسټرالیا او جاپان ته الوتنې ګړندۍ کوي.
 
له دې مخکې سعودي عربستان د ایرایندیا د هوايي شرکت هغو الوتکو ته اجازه ورکړې وه چې د دغه هېواد له فضايي حریم څخه د تېرېدو اجازه ورکړي وه چي نیت يي د نیول شویو سیمو ته ورشي، چې دا د ریاض او تل آویو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې لومړنی پرمختګ وو. له هغه وروسته او د عربی هیوادونو او صهیونیسټی رژیم ترمینځ د ابراهیمی موافقې له لاسلیکیدو وروسته سعودی عربستان موافقه وکړه چې د صهیونیسټی رژیم ټولو الوتکو ته اجازه ورکړی چې له خپل هوایی حریم څخه د بحرین، اماراتو او هغو هیوادونو ته چې له صهیونیسټ رژیم سره یې اړیکې عادي کړی دی الوتنې وکړی.
 
څه موده مخکې دصهیونیسټ رژیم دبهرنیو چارو وزیر یایر لاپید دصهیونیسټ پوځ له راډیو سره په خبرو کښې اعلان وکړ چې د تل آویو او ریاض ترمینځ د اړیکو عادي کیدل د وخت ضرورت او محتاطانه عمل دی.
 
 صهیونیسټي رسنیو د سعودي عربستان د ولیعهد د سختو سیاستونو د ستایلو په ترڅ کښې اعلان وکړ چې هغه د سعودي عربستان د هویت د بدلولو او د ریاض او تل آویو ترمینځ د خلاصې موافقې په لور روان دی. محمد بن سلمان هغه څه کوي چې بل هیڅ هیواد یې نه کوي او ظاهرا د دې هیواد د بیرغ او ملي سرود په ګډون هرڅه بدلیږي.
 


د مطلب کود: 255256

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255256/د-صهیونیسټ-رژیم-لپاره-سعودی-هوایی-تسهیلات

آوا
  https://www.avapress.com