د ترکیې د بیړنیو حالاتو د مرکز د چارواکو په وینا، دغه هېواد خپل « خیریه اورګاډی» چې له ترکیې څخه د بشري مرستو پنځم بسته ده، افغانستان ته استولې ده.
د ترکیې خیریه اورګاډی افغانستان ته روان شو
14 سرطان 1401 ساعت 10:29
د ترکیې د بیړنیو حالاتو د مرکز د چارواکو په وینا، دغه هېواد خپل « خیریه اورګاډی» چې له ترکیې څخه د بشري مرستو پنځم بسته ده، افغانستان ته استولې ده.
آوا، دغه مرکز اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه د « خیریه اورګاډی » استولې ده.
دا کاروان د ترکیې د خیریه موسسو په همکارۍ راټول شوي چي ۱۴۰۰ ټنه بشري مرستې لیږدوي.
ټاکل شوې چې دغه اورګاډي له ۱۲ ورځو وروسته د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت ته ورسېږي.
د دغه مرکز مرستیال حمزه تاشدیلین وویل، ترکیې سږ کال افغانستان ته ۴۱۷۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.
تر دې مخکې هم دغه ترکي بنسټ افغانستان ته د بشري مرستو څلور جوپه لېږلې ده.
د مطلب کود: 255259