کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوی اختر په مناسبت په فاریاب کې له ۴۰ زیات بندیان خوشې شول

14 سرطان 1401 ساعت 10:38

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت له مرکزي زندان او ولسوالیو ۴۳ بندیان خوشي شوي دي.


آوا - مزارشریف: شمس الله محمدی؛ د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس آوا ته وويل: د لوى اختر په مناسبت د اميرالمؤمنين د فرمان په اساس او د "افغانستان د اسلامي امارت" د سترې محکمې په لارښوونه د فارياب له مرکزي زندان او ولسواليو څخه څلويښت تنه نارينه او درې ښځې آزادې شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، خوشي شوي کسان هغه کسان وو، چې د بند موده يې پوره شوې، جرمونه يې کم وو او يا هم شکایت کوونکي کسان له دعوا څخه لاس پر سر شوي وو.
 
محمدي وويل، چې د دغو کسانو تر خوشې کېدو مخکې د فارياب په مرکزي زندان کې ١١٤ نارينه، ٢٧ ښځې او ١٠ تر ١٨ کلونو کم عمره کسان او ٨٠ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د فارياب د ١٧ ولسواليو په زندانونو کې بنديان وو.
 
په همدې حال کې د لوی اختر په مناسبت د «اسلامي امارت» حکومت د کندهار له زندان څخه د ۴۰۰ تنو په ګډون د یو شمېر ولایتونو بندیان خوشي کړي دي.
 
په ورته وخت کې چې «اسلامي امارت» واک تر لاسه کړ، د هېواد د ۳۴ ولایتونو له زندانونو ټول بندیان خوشي شول او دغه زندانونه د څه مودې لپاره خالي شول. خو د حکومت له جوړېدو سره یې بیا خپل فعالیتونه پیل کړل.
 
په خوشې شویو بندیانو کې د داعش سلګونه غړي هم وو. ويل کيږي چې دغه کسان له خوشي کيدو وروسته بيا په تروريستي فعاليتونو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 255261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255261/د-لوی-اختر-په-مناسبت-فاریاب-کې-له-۴۰-زیات-بندیان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com