کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیت سازمان او د اروپا مرسته د اوکراین سره

14 سرطان 1401 ساعت 12:02

داسې اسناد د روسي ځواکونو لاس ته ورغلي، چې له اوکراین سره د ناټو هېوادونو او اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استخباراتي همکارۍ په ډاګه کوي.


آوا، د روسیې ملي ګارد اعلان کړی، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان اسناد یې ترلاسه کړي، چې د اوکراین او ناټو هېوادونو په ګټه په استخباراتي فعالیتونو کې د دغه سازمان د لاس لرلو ښکارندويي کوي.
 
د روسیې ټلویزیوني شبکي د راپور له مخې، د روسیې ملي ګارد اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ځواکونو ځانګړې قطعې په خرسون ولایت کې د اوکراین د امنیت د ادارې د پخواني مشر په کور کې داسې اسناد موندلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې او اوږدمهاله همکارۍ ښودنه کوي.
 
د روسیې ملي ګارد څرګنده کړه چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د کریمیا په ټاپو وزمه او اوکراین ته نږدې د روسیې په ولایتونو کې د روسي ځواکونو موقعیتونه په ډاګه کوي.
 
پر اوکراین د روسیې پوځي برید پنځمې میاشتې ته داخل شوی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کای د فبروري په میاشت کي د اوکراین او روسیې تر منځ له کلونو جګړو او کړکېچ وروسته او د لوهانسک او دونیڅک د دوو سیمو د خپلواکۍ له ملاتړ وروسته د لویدیځوالو او امریکا له خوا دغه کړکېچ ته لمن وهله. د ختیځ اوکراین د خلکو د ملاتړ سره سم د روسیې وسله والو ځواکونو ته په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو د پیلولو امر وکړ.
 
امریکا او اروپا په پرله پسې ډول هڅه کړې چې پر اوکراین د روسیې له بریدونو مخکې د دغو دوو هېوادونو په اړیکو کې لاسوهنه وکړي او اوسنۍ شخړې د واشنګټن له خوا د لګول شویو تحرکاتو او بندیزونو له امله رامنځته شوې دي.
 


د مطلب کود: 255269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255269/د-امنیت-سازمان-او-اروپا-مرسته-اوکراین-سره

آوا
  https://www.avapress.com