کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې ۲۹ ماشومان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي

14 سرطان 1401 ساعت 13:35

د ميرويس روغتون مسؤلين وايي، چې د تلفاتو د ډېرېدو اصلي لامل روغتون ته ناوخته راتګ دى.


آوا، د کندهار د میرویس مرکزي روغتون د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې دغه روغتون ته ۴۷۸ ماشومان د شري له امله لېږدول شوي، چې له دې ډلې ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.
 
د چارواکو په وینا، ډېری دغه ماشومان په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوي، چې د قربانیانو د ډېرېدو یو لامل یې هم دا دی.
 
په دغه ولایت کې د میندو او پلرونو د نه پاملرنې له امله تر اوسه ډېر ماشومان واکسین شوي نه دي.
 
دا ناروغي د بدن دفاعي سیسټم هم کمزوری کوي او ماشوم د نورو ساري ناروغیو لکه سینه بغل او اسهال سره مخ کوي.
 
څه موده وړاندې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر آدهانوم گبریسوس ویلي وو چې اوس د واکسین کولو او کمپاینونو د پیلولو وخت دی ترڅو هرڅوک وکولای شي د ژوند ژغورونکو واکسینونو ته لاسرسی ولري.
 


د مطلب کود: 255275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255275/په-کندهار-کې-۲۹-ماشومان-د-شري-ناروغۍ-له-امله-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com