دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 255275
په کندهار کې ۲۹ ماشومان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي
د ميرويس روغتون مسؤلين وايي، چې د تلفاتو د ډېرېدو اصلي لامل روغتون ته ناوخته راتګ دى.
افغان غږ خبری آژانس، د کندهار د میرویس مرکزي روغتون د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې دغه روغتون ته ۴۷۸ ماشومان د شري له امله لېږدول شوي، چې له دې ډلې ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.
 
د چارواکو په وینا، ډېری دغه ماشومان په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوي، چې د قربانیانو د ډېرېدو یو لامل یې هم دا دی.
 
په دغه ولایت کې د میندو او پلرونو د نه پاملرنې له امله تر اوسه ډېر ماشومان واکسین شوي نه دي.
 
دا ناروغي د بدن دفاعي سیسټم هم کمزوری کوي او ماشوم د نورو ساري ناروغیو لکه سینه بغل او اسهال سره مخ کوي.
 
څه موده وړاندې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر آدهانوم گبریسوس ویلي وو چې اوس د واکسین کولو او کمپاینونو د پیلولو وخت دی ترڅو هرڅوک وکولای شي د ژوند ژغورونکو واکسینونو ته لاسرسی ولري.
 
https://avapress.com/vdcbzsb5srhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته