کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې سختو طوفانونو هټیوالو او عامو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي

14 سرطان 1401 ساعت 13:53

زابل ولايت اوسېدونکي او هټيوال وايي، چې باد ډېر زورور و نو ځکه ورته مالي زيانونه يې اړولي دي.


آوا - مانیتورینګ، د زابل اوسېدونکي وایي، د تېري ورځې توپاني بادونو يې د نورو تاوانونو ترڅنګ د سولرېزې برېښنا هندارې ماتې کړي.
 
د‌ دوی په وینا: «باد دومره تېز و موږ ویل چې له ځانه سره یوړو، سرعت يې بېخي ډېر او تېز و، د سولرېزي برېښنا هندارې يې راته ماتې کړې او موږ ته یې ډیر مالي زیانونه واړول».
 
همدارنګه زابل کې هټيوال وايي، سږکال یې د سختو بادونو، تندې ګرمۍ او وچکالۍ له کبله ډېر تاوانونه کړي دي.
 
دغه هټيوالو زياته کړه، چې د شديدو بادونو له امله یې لوحې ماتې شوي او د برېښنا د تولید سولرېزې هندارې يې پر ځمکه را لوېدلي دي.
 
د یادونې وړ ده چې د زابل مرکز او ولسوالیو ترڅنګ د کندهار په ځینو سیمو کې هم توپاني بادونو د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او مالي زیانونه یې اړولي دي.
 
 


د مطلب کود: 255279

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255279/په-زابل-ولایت-کې-سختو-طوفانونو-هټیوالو-او-عامو-خلکو-ته-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com