دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 255279
په زابل ولایت کې سختو طوفانونو هټیوالو او عامو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي
زابل ولايت اوسېدونکي او هټيوال وايي، چې باد ډېر زورور و نو ځکه ورته مالي زيانونه يې اړولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، د زابل اوسېدونکي وایي، د تېري ورځې توپاني بادونو يې د نورو تاوانونو ترڅنګ د سولرېزې برېښنا هندارې ماتې کړي.
 
د‌ دوی په وینا: «باد دومره تېز و موږ ویل چې له ځانه سره یوړو، سرعت يې بېخي ډېر او تېز و، د سولرېزي برېښنا هندارې يې راته ماتې کړې او موږ ته یې ډیر مالي زیانونه واړول».
 
همدارنګه زابل کې هټيوال وايي، سږکال یې د سختو بادونو، تندې ګرمۍ او وچکالۍ له کبله ډېر تاوانونه کړي دي.
 
دغه هټيوالو زياته کړه، چې د شديدو بادونو له امله یې لوحې ماتې شوي او د برېښنا د تولید سولرېزې هندارې يې پر ځمکه را لوېدلي دي.
 
د یادونې وړ ده چې د زابل مرکز او ولسوالیو ترڅنګ د کندهار په ځینو سیمو کې هم توپاني بادونو د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او مالي زیانونه یې اړولي دي.
 
 
https://avapress.com/vdcfetd01w6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته