کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳ تنه افغان کډوال د ترکي ځواکونو له خوا ووژل شول

14 سرطان 1401 ساعت 15:00

د خبري سرچینو د خبر له مخې د ترکیې امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو په یو موټر د ډزو په پایله کې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۳ تنه کډوال وژلي.


آوا، خبري سرچینې وايي، د ترکیې امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو پر یوه موټر د ډزو په پایله کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۳ تنه کډوال وژلي دي.
 
خبری سرچینې همداراز وایی چې په دغه پیښه کې چې په وان ولایت کې رامنځته شوې، د تلفاتو شمیر له ۷ څخه تر ۱۲ تنو پورې دی.
 
په وروستیو میاشتو کې ترکیې د کډوالو د منلو شرایط ډېر سخت کړي او راپورونه ښيي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه مستقیماً پر هغو افغان کډوالو ډزې کوي چې په «غیر قانوني» توګه دغه هېواد ته داخلېږي.
 
د بشري حقونو د څار سازمان د یوه ۲۹ مخیز راپور له مخې چې تېره میاشت د یونان او ترکیې ترمنځ په ځمکني پوله د ایوروس سیند په اوږدو کې توقیف شوي افغان کډوال په ډېرو مواردو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي او ځورول کېږي او ګواښل کېږي.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې پولیس د پناه غوښتونکو تر نیولو وروسته د هغوی جامې، تلیفونونه، پیسې او نورې شتمنۍ غلا کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې زموږ د هیوادوالو د پناه غوښتونکو وضعيت په ډېرو هېوادونو کي خراب دی په تېره بيا په اروپايي هېوادونو کې ډېر کړکېچن دى او په دې وروستيو کې په پاکستان او اندونيزيا کې د ملګرو ملتونو له خوا د پناه غوښتنې د ردولو په موخه ګڼ لاريونونه وشول. او دوی شکایت کوي چې اروپايي هیوادونه د خپلو ژمنو نه عملي کوي.
 


د مطلب کود: 255291

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255291/۳-تنه-افغان-کډوال-د-ترکي-ځواکونو-له-خوا-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com