کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې ۵۰ ماشومان په کولرا اخته شوي

14 سرطان 1401 ساعت 15:29

د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې څه باندې ۵۰ ماشومان د کولرا په ناروغۍ اخته شوي دي.


آوا، د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په سیوری ولسوالۍ کې تر ۵۰ زیات ماشومان په کولرا اخته شوی دی.
 
عبدالحکیم حکیمي؛ د زابل د عامې روغتيا رئيس وويل: په دې ولايت کې څه دپاسه پنځوس ماشومان د کولرا په ناروغۍ اخته شوي او درملنه يې شوې ده.
 
ده زياته کړه: د دغې ناروغۍ د خپريدو د درملنې او مخنيوي په خاطر يو ګرځنده ټيم ولسوالۍ ته استول شوى دى.
 
زابل د هېواد په سوېل کې له پکتيکا سره پر پوله پروت هغه ولايت دى، چې په دې وروستيو کې د يوې خونړۍ زلزلې شاهد و او د عامې روغتيا چارواکو اعلان وکړ، چې خلک يې د سرپناه د نشتوالي له امله په ساري ناروغيو اخته کېږي.
 
په دې اړه، شرافت زمان؛ د روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې خلک په عاجله توګه درملو او پاکو اوبو ته اړتیا لري.
 
ده زياته کړه: اوس درمل شته خو د ژوندي پاتې شويو کسانو لپاره د سرپناه له برابرولو پرته په زلزله ځپلو سيمو کې د ناروغيو د خپريدو د مخنیوي لازمه ده.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۱۰۰۰۰ کورونو د ویجاړېدو او ۴۰۰۰ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوشتي او په اړه يي د بشري چارو د همغږۍ دفتر خبرداری ورکړی چې په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو احتمال شته.
 


د مطلب کود: 255296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255296/زابل-کې-۵۰-ماشومان-په-کولرا-اخته-شوي

آوا
  https://www.avapress.com