دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 255313
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: ایران د افغانستان دوست او ورور دی
عباس ستانکزی؛ داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې د ايران له سفير د معاون سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: ايران د افغانستان دوست او ورور دى.
افغان غږ خبری آژانس، شیر محمد عباس ستانکزی؛ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پرون سه شنبه (سرطان ۱۴) له سید حسن مرتضوي سره؛ د ایران د سفارت مرستیال کابل کي ولیدل.
 
په دې کتنه کې ستانکزي د افغانستان له خلکو سره د اسلامي جمهوريت له همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې ايران د افغانستان دوست او ورور وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د دوستۍ د فضا د رامنځته کولو په اړتيا باندې ټينګار وکړ.
 
ستانکزي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو د بانکي حسابونو ستونزه به حل شي.
 
د ایران د سفارت مرستیال همدارنګه د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا باندې تاکید وکړ او ویې ویل چې متعصب عناصر د ایران او افغانستان د اړیکو د خرابولو کوشش کوی.
 
په دې کتنه کې ښاغلي مرتضوي د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته په اشارې سره د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.
 
د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده پولې او لرغونې تاریخي اړیکو ته په اشارې سره؛ هغه ټینګار وکړ چې دواړه لوري به متعصبو عناصرو ته اجازه ورنکړي چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.
 
https://avapress.com/vdcezn8wxjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته