دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 255325
تاشکند له افغانستان څخه د راکټي برید پخلی کړی دی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې پنځه توغندي چې احتمالاً له افغانستان څخه توغول شوي وو، د دغه هېواد پر سرحدي ښار ترمذ کي لګېدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه توغندي غالباً له افغانستان څخه توغول شوي، چې له امله یې ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د استوګنې څلورو کورونو ته یې زیان اړولی دی.
 
ویل کېږي چې یوه توغندي د فوټبال په یوه میدان کې لګېدلي ده. د ازبکستان او افغانستان چارواکي هڅه کوي چې د دې پېښې لاملونه او عوامل په ګوته کړي.
 
په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ویډیو هم د یوه کور پر دیوال د راکټونو د لګیدو اغیزې ښیې.
 
دا ویډیو ښيي چې له دې پېښې وروسته ازبک جنګي الوتکې د سیمې په اسمان کې الوتنې کوي.
 
تردې وړاندې هم د روانې میاشتې په پای کې د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان په سرحدي ښار کي توغندیز برید شوی و، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه، دغې ډلې ادعا کړې وه، چې د ازبکستان یو پوځي ریل ګاډی یې په نښه کړی دي.
 
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال له ازبکستان سره د افغانستان اړيکې په ښه حالت کې دي او په دې وروستيو کې د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د يوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر کړى و او د ازبکستان له چارواکو سره يې د سوداګرۍ او ترانزيټي ستونزو په اړه خبرې اترې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdchimnim23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته