دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 255328
پر ازبکستان د راکټي برید خبره رد شول؛ «د دښمن خوځښتونه شنډ شول»
په داسې حال کې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر خاوره د راکټي برید پخلی کړی، د بلخ سیمه ییز چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې په حیرتان کې د «دښمنانو» خوځښتونه شڼد شوي او د ازبکستان پر لور کوم توغندي ندي توغول شوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: محمد آصف وزیری؛ د بلخ د پولیسو ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "د سرطان په ۱۴مه د سه شنبې په ورځ ماسپښین ۳:۳۰ بجې د دښمن ځواکونو نیت درلود چې د سرحدي ځواکونو له لیکو سره ځیني خوځښتونه وکړي، خو دغه هدف شنډ شو او کومه نښته رامنځته نه شوه."
 
هغه د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د دغه هېواد پر خاوره توغندي توغول شوي دي او ویې ویل: پرون کومه نښته نه ده شوې چې د ازبکستان پر لور راکټ وتوغول شي.
 
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند د دغو کسانو د هويت په اړه نور جزئيات ورنه کړل چې له سرحدي ځواکونو سره يې د نښتې نيت درلود او يوازې دومره يې وويل چې د افغانستان د خلکو دښمنان دي.
 
په همدې حال کې د داعش ترهګرې ډلې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان په خاوره د توغندیز برید ادعا وکړه. خو د تاشکند حکومت دغه ادعا رد کړې ده.
 
له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د تروریزم پراختیا د روسیې او د هغه د شمالي ګاونډیانو له لویو اندیښنو څخه ده. خو طالبان ټینګار کوي چې افغانستان به د ترهګرو په امن پټنځای بدل نه شي او له افغانستان څخه به پر کوم هېواد باندي برید ونه شي.
 
https://avapress.com/vdcaumnua49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته