دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 255347
د اړیکو کميسون دې خپل مکلفيتونه پوره کړي / مخالفين دې د رژيم تر چتر لاندې آرام ژوند ته راوګرځي
د لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت د رهبرۍ وینا؛ نوموړي د يوه پيغام په خپرولو سره دې ته په اشارې سره چې اوسنی حکومت له هيچا سره دښمني نه لري، مخالفين يې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند ته رابللي. نوموړي دغه راز له افغان شخصيتونو سره د تماس له کمېسيون څخه وغوښتل چې هېواد ته د راستنو شويو کسانو په وړاندې خپل مکلفيتونه رعايت کړي.
افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت مشر هبت الله آخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ګاونډیو او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د خپلو ګټو لپاره نور هیوادونه وګواښي.
 
اسلامي امارت د تعامل او متقابلو مکلفیتونو په چوکاټ کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او قوي ډیپلوماتیکو، اقتصادي او سیاسي اړیکو غوښتونکی دی او له نورو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
 
د اسلامي امارت مشر څرګنده کړه چې اوسنی حکومت له هیچا سره دښمني نه لري او زیاته یې کړه: زموږ دوستي او دښمني په اسلامي اصولو ولاړه ده.
 
آخندزاده خپل هېواد ته د يو شمېر افغان شخصيتونو د راستنېدو بهير ته په اشارې سره اړوندو کمېسيونونو ته امر وکړ، چې د دغو کسانو په اړه خپل مکلفيتونه پوره کړي.
 
نوموړي د اسلامي امارت مخالفینو ته په خطاب کې دا هم وویل: فتنې او فساد ته لمن وهل او د جګړې او ناامنۍ لپاره هلې ځلې د هیچا په ګټه نه دي، غوره ده چې دا ډول کړنې ودروي او د حاکمیت تر چتر لاندې آرام ژوند ته راوګرځي.
 
د اسلامي امارت رهبر د هېواد اوسني بحران او ولسونو ته په اشارې سره، د اقتصاد پیاوړتیا، بیارغونه او د ستونزو حلول د افغانستان د حاکم او ولس ګډ مسؤلیت وباله.
 
آخندزاده همداراز ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت حکومت د افغانستان د خلکو د حقونو د تامین لپاره ژمن دی او د «شریعت په چوکاټ کې» د ښځو د حقونو د تامین لپاره کار کوي.
 
هغه زیاته کړه، د افغانستان حاکمه اداره د پوهنې په ځانګړي ډول دیني زده کړو او د عصري علومو زده کړې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د پرمختګ لپاره یې هڅې کوي.
 
https://avapress.com/vdcbasb5zrhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته