دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 255350
په ترکیه کې د صهیونیسټي رژیم تجارتي دفتر بیا پرانیستل
د انقرې او تل آویو ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په خاطر به په ترکیه کې د صهیونیسټي رژیم اقتصادي او تجارتي دفتر بیا پرانیستل شي.
افغان غږ خبری آژانس، ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې تل آویو اعلان کړی، چې له صهیونیسټي رژيم سره د انقرې د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو د هڅو په ترڅ کې دغه رژیم به په ترکیه کې خپل اقتصادي او سوداګریز دفتر بیا پرانیزي.
 
د راشاتودي په وینا، ترکیې او صهیونیسټي رژیم په ۲۰۱۸ کال کې د یو بل سفیران وشړل او تل آویو په ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې خپل اقتصادي استازیتوب کم کړ. په هرصورت، نن دواړه خواوې د سفیرانو په کچه د استازیتوب د بیرته راوستلو په لټه کې دي.
 
ویل کیږي چې د ترکیې او نیواکګر رژیم ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۱ کال کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي سره ۷،۷ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده.
 
رویټرز خبری آژانس هم د صهیونیسټی رژیم د اقتصاد د وزیر اورنا باربیوی له قوله ولیکل: د دغه دفتر بیا پرانستل له ترکیې سره د اقتصادی اړیکو د ژورولو لپاره د اسرائیلو د ژمنتیا ښودنه کوی. نوموړي د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي کنفرانس د جوړېدو اعلان هم وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې د ترکیې د اقتصادي بحران په پیلیدو سره دغه هیواد په خپل بهرني سیاست کې نرم دریځ پیل کړی او له صهیونیسټي رژیم سره یې د اړیکو د عادي کولو په لور ګامونه پورته کړي دي. ترکیې په دې وروستیو کې له متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کړې ده.
 
لکه څنګه چې دا هیواد هڅه کوي د بهرنیو پانګوالو په راجلبولو سره خپل اقتصاد پیاوړي کړي، سږکال یې د پیسو نږدې څلورمه برخه له لاسه ورکړی.
 
https://avapress.com/vdcfttd0xw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته