د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي ټاکل شوي استازي په کابل کې خپله دنده پیل کړه.
د افغانستان لپاره د یوناما نوي مرستیال خپله دنده پیل کړه
15 سرطان 1401 ساعت 14:26
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي ټاکل شوي استازي په کابل کې خپله دنده پیل کړه.
آوا، مارکوس پوتزل؛ د جرمني ډیپلومات چې د جون په ۱۷ د انتونیو ګوتریش لخوا؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي دبورا لاینز پر ځای د افغانستان په چارو کې د خپلې مرستیالې په توګه ټاکل شوی و، د جولای په درېیمه افغانستان ته راغی او خپله دنده یې پیل کړه.
پوتزل ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال په توګه له ټاکل کېدو وروسته دغه هېواد ته د ستنېدو ویاړ لري.
نوموړي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي په توګه په خپله لومړۍ وينا کې وويل، چې د افغانستان د خلکو لپاره به د کار کولو ژمنه کړې، څو هېواد د خپل عصري تاريخ له يوه نازک پړاو څخه تېر شي.
مارکوس پوتزل ۲۷ کلنه دیپلوماتیکه کاري تجربه لري او تر دې مخکې یې اته کاله په افغانستان کې د جرمني د سفیر او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د استازي په توګه کار کړی دی.
باید وویل شي، چې تر ده وړاندې (ډیبورا لاینز) د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازې په توګه دنده ترسره کوله.
د مطلب کود: 255351